سیاست

جمهوررئیس غني: د تروریزم د تمویلونکو سرچینو د وچولو لپاره دې عملي ګامونه واخیستل شي

کابل_باختر د لړم د مياشتې٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې له رئیس خیریت عمروف سره په ارګ کې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې جمهوررئیس غني ښاغلي عمروف او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د عمده سیمه ییزو موضوعاتو په اړه د بحث لپاره یې افغانستان ته د نوموړي سفر مهم وباله.
همدارنګه دواړو لورو پر ګډو همکاریو، په افغانستان او سیمه کې د امنیت او ثبات، له تروریزم سره پر مبارزې، اصلاحاتواو د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.
د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې رئیس له جمهوررئیس سره پر کتنه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د امنیت شورا د بندیزونو له کمېټې سره د افغانستان د نږدې همکاریو مننه وکړه. ويې ویل: موږ تیار یوو چې د سولې او ثبات د تامین په موخه له افغانستان سره همکاري وکړو.
جمهوررئیس غني وویل، د امریکا متحدو ایالتونو د نوې ستراتیژۍ له اعلام وروسته په سیمه کې بدلونونه رامنځ ته شوي او د سیمې ټول هېوادونه باید له رامنځته شويو فرصتونو څخه د سیمې د سوکالۍ او د امنیت ټینګښت لپاره اغيزمنه استفاده وکړي.
هغه ټینګار وکړ: د امریکا د ستراتیژۍ عمده تمرکز او همدا راز د افغانستان دحکومت موخه په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات تامین دی .
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د افغانستان حکومت د سولې مذاکرات په دوو اړخونو کې له پاکستان او طالبانو سره پر مذاکراتو متمرکز دي چې موږ تل د مذاکراتو دروازه پرانیستې پریښې او اوس هم تصمیم د پاکستان په لاس کې دی چې له مثبتې سیمه ییزه همکارۍ سره یوځای کېږي او که نه.
هغه زیاته کړه، بل اړخ له طالبانو سره د افغانستان د حکومت سوله ده چې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې ترسره کېږي او بین الافغاني مذاکراتو د مخه هم پایلې لرلې. هغه په ټینګار وویل، طالبان باید خپل تروریستي فعالیتونه پایته ورسوي، ځکه د هغوی فعالیتونه ټولو تروریستي ډلو ته د فعالیت زمینه برابروي.
جمهوررئیس غني له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د تروریزم د تمویل او تجهیز  سرچینو پر پېژندنه ګډ کار وشي او د نشه یي توکو په ګډون د تروریزم د تمویلونکو سرچینو د وچولو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، افغانستان په وروستیو درې کالو کې د سیمې د هوساینې او امنیت په خاطر له خپل جغرافیایي موقعیت څخه ښه ګټه اخیستې او د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، سیمه ییز اتصال، ترانزیټ او انرژۍ د پیاوړتیا او له تروریزم سره د مبارزې په برخو کې یې عملي ګامونه اخیستي دي.
هغه زیاته کړه: د افغانستان اوهند ترمنځ دهوايي دهلیز د ایجاد او د مزار شریف او هرات د اورګاډي کرښې له لارې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د ایران او چین د اتصال پلان او دغه راز له چابهار بندر څخه استفاده د سیمې د هېوادونو په ګټه ده او په سیمه کې د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو د ځلولو لامل ګرځي.
جمهوررئیس ټینګار وکړ: هغه هېوادونه چې په دې برخه کې فعال نه وو باید خپله ونډه درک او خپل رول ولوبوي.
جمهوررئیس زیاته کړه، افغانستان د خپل ولس او نړېوالې ټولنې پر وړاندې ځان مسوول احساسوي او په ټولو برخوکې یې خپله ونډه ادا کړې ده.
هغه په ټینګار وویل، موږ هېچا ته د دې اجازه نه ورکوو چې زموږ له خاورې څخه د بل هېواد پر ضد استفاده وکړي او د سیمې هېوادونو څخه هم زموږ هېله همدا ده.
د دې کتنې په پای کې د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې رئیس د افغانستان له حکومت او خلکو څخه مننه وکړه ويې ویل، تاسې د سیمې په ګټه خپل رول په ښه ډول ترسره کړی او موږ چمتو یوو چې له افغانستان سره سولې او تلپاتې ثبات ته د رسېدو په برخه کې چې د سیمې په ثبات بدلېږي، له تروریزم سره د مبارزې او نورو برخو کې هر اړخیزه همکاري وکړو.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته