نړۍ

پوهان د چرګې ايشول شوې هګۍ بيا د جرګې په خامې هګۍ بدله کړه

واشنګټن – باختر د سلواغې دمياشتې ٨
پوهان په دې بريالي شول چې د چرګې ايشول شوې هګۍ په خامې هګۍ بدله کړي.
باختر آژانس د بهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ: پوهان په دې عقيده دي چې دغه چلند به د پنيرو د صنعت په ګډون صنايعوکې دتوليد د لګښتونو په يادونې وړ کمښت او هم د ډول ډول ناروغيو په درملنه او د سرطان د ناروغۍ په تحقيقاتو کې مهم رول ولري.
د کيميا پروفيسر او د په کليفورنيا پوهنتون کې د ماليکولي ژوندانه پيژندنې ماهر ګريګوري ويس وايي: موږ په دې بريالي شو چې د چرګې ايشول شوې هګۍ چې په خامې هګۍ بدليږي؛ ښايي دومره اشتها راوړونکې نه وي او لا تراوسه پورې روښانه نه ده چې دغه شان هګۍ د خوړلو وړ وي.
په همدې حال کې څيړونکي وايي: دغه چلند کولاى شي د پروتين د توليد تحقيقات او صنايع بدله کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته