امنیت

دملي دفاع وزارت دهلمند دمارجې ولسوالۍ دخوشې کولو په باب خبرونه رد کړل.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې دويمه
دهلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې دملي اردو ځواکونو چاڼيز عمليات په برياليتوب سره دوام لري.
دباختر آژانس دخبرله مخې دملي دفاع وزارت نن ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي په دې وروستيو وختو کې يو شمير رسنيو يو لړ رپوټونه خپاره کړي دي چې ګنې امنيتي مقاماتو تر خپل امر لاندې ځواکونو ته لارښونه کړې ده چې له مارجې ولسوالۍ څخه ووځي او دلښکرګاه او شوراب سيموته په شاشى.
دملي دفاع وزارت دغه موضوع په بشپړه توګه رده کړې ده او هغه يې دافغانستان دخلکو د دښمنانو تبليغاتو يوه برخه بولي .
طالبآنو او نورو تروريستي ډلو تصميم درلود چې په روان کال کې دهلمند ولايت اداره په بشپړه توګو ونيسي او دکويټې شورا دغه ولايت ته وليږدوي چې له نيکه مرغه برسيره پردې چې خپل دغه هدف ته ونه رسيدل دخپلو ملاتړو ترمنځ يې هم خپل باور له لاسه ورکړ.
دهلمند ولايت دمارجې ولسوالۍ دخپل ستراتيژيکي موقعيت په دليل دهلمند ولايت يوه مهمه ولسوالۍ ده چې د څو کلونو په بهير کې دښمنانو هلې ځلې وکړې چې ددغې ولسوالۍ اداره په خپل واک کې ولري چې هيڅکله بريالى نه شول.
دملي دفاع وزارت دهلمند ولايت له مارجې ولسوالۍ څخه دخپلو قطعاتو دايستلو په باب رپوټونه ردوى او خپلو دپتمنو خلکو ته ډاډ ورکوي چې د دفاعي او امنيتي ځواکونو په ليکو کې د دوي زړور او ميړني بچيان په قوي عزم او ارادې سره د دښمنانو په مقابل دخپل رسالت په اجرا کولو بوخت دي او په کلکه ډول دافغانستان له ځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته