سیاست

دمشرانوجرګي فوق العاده غونډه جوړه شوه

کابل باختردزمري دمياشتي ٩ :

 دمشرانو جرګي درييس فضل الهادي مسلميار په مشرۍ دمشرانو جرګي په نننۍ فوق العاده غونډه کې  دپوليسو ، ملي امنيت اودنظامي تشکيلاتو لرونکو ارګانونو د ذاتي چارو دقانون په تصويب سربيره دماشومانو داصلاح او روزنې د مرکزونو دقانون دشپاړلسمې مادي دلومړۍ فقري بيا تعديل  اودجيلونو اوتوقيف خونو دقانون  دځينو مادو تعديل هم تصويب شول.

دمشرانو  جرګي مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په غونډه کې له اجندا سره سم دپوليسو ، ملي امنيت اودورته نظامي تشکيلاتولرونکو ارګانونو دذاتي  چارو دقانون پاتي مادي  دسناتورانو علي اکبر جمشيدي اومحمدداود اساس له خوا دتصويب په مقصد ماده په  ماده  غونډي ته وړاندې شوي  چې  دسناتورانو له خوا دنظريو له وړاندې کيدو وروسته  دهري مادي  دتائيد، تعديل او زياتوالي په باب ر ايه واخيستل شوه  اوپه پاى کې دغه قانون په کلي توګه په اتو فصلونو او نهه پنځوسو مادو کې درايو په اکثريت تصويب شو.

ديادونې وړ ده  چې  دمشرانو جرګي په پروني عمومي غونډه کې دپوليسو ، ملي امنيت اودورته نظامي تشکيلاتو لرونکو ارګانونو دذاتي چارو قانون ترلسمې مادي پورې تصويب شوي و.

دغه راز دغونډې په بله برخه کې  دماشومانو داصلاح او روزنې دمرکزونو دقانون  دشپاړلسمې مادي دلومړۍ فقري  بيا تعديل  اودجيلونو اوتوقيف خونو دقانون دځينو مادو تعديل چې دمشرانو جرګي دتقنين ، عدلي اوقضايي چارو په کميسيون کې تدقيق  اومطالعه شوي و دسناتورانو حافظ عبدالقيوم او دمحمد اسمعيل منشي له خوا غونډې ته ولوستل شول او دسناتورانوله خوا دنظريو له وړاندې کولو وروسته  دماشومانو داصلاح اوروزنې دمرکزونو دقانون په شپاړلسمه ماده او  دجيلونو اوتوقيف خونو دقانون په ځينو ماده کې  وارد شوي تعديلونه هم درايو په اکثريت تصويب شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته