سیاست

دبهرنيو چارو وزارت سرپرست دفرانسې له سفير سره وکتل .

کابل / دليندې ٧مه /باختر :
دهېواد دبهرنيو چارو دوزارت سرپرست  ادريس زمان په کابل کې  دفرانسې له سفير  ديويد مارتينن  سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، په دې کتنه کې ددوه اړخيزو اړيکو دمسئلو په باب  تمرکز وشو .
دواړو لورو دافغانستان دولت دسولې دهلوځلو او دغه راز دوروستيو پرمختياو په باب  خبرې اترې وکړې .
دبهرنيو چارو وزارت سرپرست  دافغانستان  دسولې  او ددولت  داووه ماده ئيز پلان په باب دفرانسې سفير ته معلومات ورکړل .
دواړو لورو په يو وخت کې  دافغانانو په مشري دسولې دخبرواترو او داوربند دارزښت په اړتيا ټينګار  وکړ .
هغوى دغه راز د دواړو هېوادونو دبهرنيو چارو دوزارتونو دديپلوماسۍ انستيتونونو  ترمنځ  دممکنو همکاريو په ګډون ددوه اړخيزو اړيکو دبېلابېلو اړخونو په باب خبرې اترې وکړې .
ختم- ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته