امنیت

په ارزګان کې يو سيمه ييز مشر دطالبانو له خوا په ډزو سره ووژل شو

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ١٩ : 
په ارزګان ولايت کې يو سيمه ييز مشر تيره شپه دوسله والو  طالبانو په ډلې پورې   داړوندو کسانو له خوا  په ډزو سره ووژل شو.
په ملک سردار محمد  دارزګان ولايت دمرکز ترينکوټ ښار په توري نومي کلي کې ديوې ډلې وسله والو طالبانوله خوا بريد وشو او  ووژل شو.
دارزګان ولايت يوه امنيتي مسوول له باخترآژانس سره په اړيکه کې دوسله والو طالبانو له خوا ددغه سيمه ييز مشر ترور  تائيد کړ او ويې ويل چې دپيښې دعاملينو دپيژندنې  اونيولو لپاره  پلټنې پيل شوي دي .
ملک سردار محمد  دترينکوټ ښار په مربوطاتو کې  ديوه کلي مشر و .
سيمه ييز مسوولين وايي چې دغه قومي مشر له دولت سره   هيڅ راز اړيکې نلري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته