کابل / دسلواغې ١١مه / باختر :
په ننګرهار کې دماين په چاودنه کې درې ملکي وګړي ټپيان شول .
دغه چاودنه تېره شپه په خوږيانى ولسوالۍ کې هغه وخت وشوه چې ملکي وګړي په ساحه کې روان و .
دهېواد په ختيځ کې دسېلاب قول اردو ديوې خبرپانې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه ماين دطالبانو په ډلې پورې داړوندو کسانو په واسطه ځاى پرځاى کړى شوي و .
خبرپاڼه زياتوي چې په دې چاودنه کې درې ملکي وګړي ټپيان شول .
دننګرهار په يوه روغتيايي مرکز کې ډاکترانو ديوه ټپي روغتيايي حالت خراب بللې دى .
ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ