امنیت

په هرات کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د کچې کمښت

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢١  :
په هرات ولايت کې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي شمېرکمښت موندلى دى.
په داسې حال کې چې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د کميسيون مسوولين وايي، په تيره مياشت کې ٤١ تنه ښځې دتاوتريخوالي دپيښوله امله زيانمنې شوې دي؛ داسې رپوټونه شته چې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي پيښې د تيرې مياشتې په پرتله کمښت موندلى دى.
ويل کيږي د وږي په مياشت کې په هرات ولايت کې ٥ تنه ښځې وژلې شوې، ١٩ تنه  يې وهلې شوې او ډبولې شوې دي او دريو تنو نورو ځان وژنه کړې ده .
دکميسيون مسوولين وايي: د وږي په مياشت کې ٣ ښځې ټپيانې شوې، يوه تښتول شوې او د جبري واده يوه پيښه کې په دې کميسيون کې ثبته شوې ده .
شمېرنې ښيي چې د ښځو پرخلاف تاوتريخوالى دنورو مياشتو په پرتله په هرات کې  کمښت موندلى دى .
د ترسره شويو څيړنو له مخې: اقتصادي بيوزلي، په نشه يي توکو روږديتوب،  له اسلامي او انساني ارزښتونو څخه د خلکو  بې خبري، جبري اوله وخت څخه مخکې ودونه د دغو تاوتريخوالو په رامنځته کيدو کې رول لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته