فرهنګ

پوهاند محمدرسول باوري : په بهر کې د فرهنګي اتشو ستونزې دې وڅېړل شي

کابل باختر دوري دمياشتې ٧ نيټه :
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  سرپرست پوهاند محمدرسول باوري نن د بهرنيو چارو وزارت د فرهنګي او اداري  چارو له ريېسانو سره  په کتنه کې  په بهرنيو  هېوادونو کې د افغانستان د فرهنګي اتشو  د ستونزو په باب خبرې وکړې.
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې ؛  په دې کتنه کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  د بهرنيو چارو وزارت د فرهنګي  چارو له ريېس توريالي غياثي  او له اداري ريېس ذبيح الله حيدري سره  په بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان د فرهنګي اتشو د ستونزو د حل کولو  او هغوى ته  د يولړ اسانتياو د برابرولو  او په بهرنيو هېوادونو کې  د کوربه هېوادونو په موافقه د افغانستان  د يوشمېر سفارتونو په  چوکاټ کې د فرهنګي اتشو د بستونو د جوړولو په باب خبرې اترې وشوې .
دغه رازپه دې غونډه کې پريکړه وشوه  چې  د دې ترڅنګ دې په بهرنيو هېوادنوکې  د افغانستان  د فرهنګي اتشو د ستونزو د لرې کولو په خاطر د فرهنګي اتشو د بودجې  د تامينولو په خاطر  د بهرنيو چارو وزارت په همغږۍ  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  له خوا د ماليې وزارت ته يو وړانديز وړاندې شي  .
دغه راز پوهاند باوري ټينګار وکړ چې په بهرنيو هېوادونو کې د فرهنګي اتشو ستونزې دې وڅېړلې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته