سیاست

دترکيې دنړيوالې پرمختيا دادارې مسوول ددغې ادارې دکړنورپوټ دجمهور رييس مرستيال ته وړاندې کړ .

کابل باختر د کب ديارلسمه :
دترکيې دنړيوالې پرمختيا دادارې تيکا مسوول  ددغې ادارې دکړنو رپوټ دجمهور رييس  مرستيال قانون پوه محمد سرور دانش ته وړاندې کړ .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په افغانستان کې  دترکيې دتيکا شرکت رييس  سليمان نن دجمهوررييس له دويم مرستيال  قانون پوه محمدسرور دانش سره  دکتنې په ترڅ کې  دترکيې دنړيوالې   پرمختيايي ادارې دکړنو رپوټ  ده ته وړاندې کړ او ويې ويل په  زياتو پروژو سربيره  دميرويس ميدان  دهوايي پله پروژه او تر دارالامان پورې دميرويس ميدان  سړک  ددغه شرکت  کار دي .
  دجمهور رييس مرستيال په دې کتنه کې  دافغانستان په نسبت دترکيې هيواد  دښه نيت له امله دقدرداني دڅرګندولو په ترڅ کې وويل ددواړو هيوادونوافغانستان ترکيې ترمنځ  پراخې تاريخي فرهنګي اوسياسي اړيکې  پيړيو پيړيو  پخوا زمانې ته  رسيږي .او له نيکه مرغه اوس له بل هر وخت څخه زياتې پراخې شوې دي. 
ده زياته کړه  دملي وحدت دحکومت دجوړيدو په لومړيو ورځو کې کابل ته  دترکيې دجمهور رييس  رجب طيب اردوغان  سفراو له افغانستان سره دستراتيژيکي  موافقه ليک  لاسليک ددواړو هيوادونو ترمنځ  دنږدې  اومخ په پراختيا اړيکو  څرګندوى دي .
  ديادونې وړ ده  چې دتيکا شرکت مسوول  په دې کتنه کې  دافغانستان او ترکيې دوه بيرغونه  چې په ښکلو بڼه  طرحه شوي دي ددواړو هيوادونو ترمنځ ددوستي دنښې نښانې په توګه  دجمهور رييس دمرستيال دفتر ته  ورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته