امنیت

د دوو قومونو ترمنځ جګړه کې يو تن ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ١٦ :
په بادغيس ولايت کې پرون  د دوو قومونو ترمنځ په وسله واله نښته کې  يو تن ووژل شو  او درې تنه نور ټپيان شول.
د بادغيس د والي ويندوى ميرويس ميرزکوال د باختر آژانس خبريال ته وويل :   جګړه د دوو قومونو ترمنځ دځمکې  د ويش پرسر ونښته چې له امله يې د داى زنګي قوم  يوتن ووژل شول  او دبرن قري د قوم  درې تنه ټپيان شول.
خبرځاى  وويل  :  دغه نښته   د آبکمري  ولسوالۍ د بندسياه طري په سيمه کې وشوه  چې په دې جګړه کې دواړو قومونو  زيان ليدلى دى.
  خبرځاى زياته کړه   امنيتي ځواکونو  رامنځته شوې ستونزه  اوس  حل کړې ده   او وضعيت عادي  حالت  ته  گرځيدلى  دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته