سیاست

دجمهوررييس حکم .

کابل باختر دثور دويمه :
په هلمند ولايت کې دبهرنيو ځواکونو په پوځي قرارګاه و کې دجيل دشتون دڅيړنې په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حکم . 
دجمهوري رياست عالي مقام په هلمند ولايت کې دميشتو بهرنيو ځواکونو په پوځي  قرارګاو کې دجيل دشتون او په دغه جيل کې دافغانانو دتوقيف په باب دابهاماتودلرې  کولو او داطلاعاتو دحقيقت موندلو په لاره کې يو حکم صادر کړ .
له دغه حکم سره سم دملي امنيت دلوى رياست  د١٢٤ ادارې رييس جنرال عبدالصبور ، دقندهار ولايت دملي امنيت رييس جنرال محمد عيسي او دهلمند ولايت دملي امنيت رييس جنرال محمد نعيم ته دنده وسپارل شوه چې دملي دفاع وزارت دنظامي پوليسو درييس تورنجنرال غلام فاروق بارکزي په مشرۍ او دبګرام دجيل  دبنديانو ددوسيو دڅيړنې دچټکتيا دکميتې درييس عبدالکريم قانت او غړي عبدالشکور داد رس او دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددارالانشا  دلوي رياست  ددفاع او امنيت دادارې دملي امنيت دبرخې دکارپوه بريد جنرال انور شاه په غړيتوب  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دمقام د١٣٩٣ کال د وري دمياشتې ديو ديرشمې نيټې په  ٧١٤ ګڼه حکم کې په ليکل شوي حقيقت موندلو موظف هيئت په ترکيب کې ګډون وکړي . 
دغه هيئت ته واک ورکړ شوى دى چې دقندهار په هوايي ډګر کې دبهرنيو ځواکونو دجيل دشتون د څيړنې له پاى ته رسيدو وروسته دجيلونو او دهغو بنديانو شتون چې دبهرنيو پوځي ځواکونوله خوا په هلمند ولايت کې نيول شوي دي اوپه دغه ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په پوځي کمپونو کې توقيف شوي دي  په هراړخيزه توګه وڅيړي او ددغه شان توقيف خونو دشتون په صورت کې دې دنيول شويو بنديانو په ليږدونه اودبرخليک   په ټاکنه او ددغو جيلونو په تړلو کې ضروري او قانوني اقدامات وکړي .
او دترسره شويو اجرااتو په باب دې په ډير لنډ ممکن وخت کې دجمهوري رياست مقام ته رپوټ وړاندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته