امنیت

درې پنځوس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او درې څلويښت تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر د وږي  نهه ويشتمه :
دهيواد په ځينو  ولايتونوکې دملي اردو دمنسوبينو په پرونيو چاڼيزو او محاربوي عملياتو کې درې پنځوس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .  درې څلويښت تنه ټپيان او يوولس تنه نور يې ونيول شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  دغه عمليات دخلکو  دسراو مال دساتنې ، د ډار اچوونکو د ځپلو او دسولې او امنيت دټينګښت  په مقصد دننګرهار ،  کاپيسا ، پکتيکا ، پکتيا ، غزني ، لوګر، روزګان ، دايکنډي ، قندهار ، هرات ، فراه ، بادغيس ، بغلان ، تخار او دهلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې  ترسره شول چې له امله يې  درې پنځوس تنه ډار اچوونکي ووژل شول درې څلويښت تنه ټپيان او يوولس تنه نور ونيول شول .
دغه راز په دغو عملياتو کې ددښمن يوه اندازه وسله اومهمات هم دملي اردو دمنسوبينو لاس ته ورغلي او شپږ ديرش ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي
دغه راز دهيواد په بيلابيلو سيموکې ددښمن  ددرندو وسلو دډزو او په واټونوکې دښخ کړى شويو ماينونو دچاودنې له امله دملي اردو اووه تنه منسوبين شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته