سیاست

د هېواد اجرائيه رئيس دبادغيس دولايتي شورا له غړو سره په کتنه کې : دمحرومو ولايتونوبيا رغاونه اوپراختياته مو په لومړيتوب کې ځاى ورکړى دى.

کابل باختر دغويي دمياشتې ١٥مه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله بادغيس ته په خپل سفر کې  په دې وروستيو وختو کې ددغه ولايت  دولايتي شورا له رئيس  او غړو سره وکتل.
داجرائيه رياست دوياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې دبادغيس دولايتي شورا غړو  ددغه ولايت دامنيتي مسئلو  ، سيمه ييزې حکومتوالۍ  ، پراختيايي پروژو ، دپوهنې او دلوړو زده کړو  دحالت اوپه نورو برخو کې ددغه ولايت د خلکو دستونزو په اړوند دهېواد اجرائيه رئيس ته رپوټونه وړاندې کړل.
دوى دتروريستي ډلو په وړاندې دبادغيس ولايت دامنيتي ځواکونو داتلوال
فعاليت له امله خوښي څرګنده کړه او ددغو ځواکونو دلا زيات سمبالښت او   
    وسله والو کولو  غوښتنه وکړه .
دغه راز دوى وويل  چې دخلکو د امنيت دتامينولو لپاره دسيمه ييزو پوليسو رول اغيزمن دى   اوبايد هغوى پياوړي شي .
وروسته د ملي وحدت حکومت اجرائيه رئيس وويل  چې ولايتي شورا په سيمه ييزه  حکومتوالي کې کارنده  او ستر رول لري.
دده په خبره  دهېواد دمحرومو ولايتونو بيارغاونه اوپراختيا دملي  وحدت  دحکومت هغه ډير مهم پروګرامونه دې چې په لومړيتوب کې ورته ځاى ورکړ شوى دى.
ډاکتر عبدالله عبدالله دبادغيس دولايتي شورا له  غړوسره ژمنه وکړه چې دطرحه شويو مواردو دحل کولو لپاره اړوندو  دولتي بنسټونو ته لارښوونه کوي   چې لازم او عملي اقدامات ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته