امنیت

دغزني ښار دچاودنې سازمان ورکوونکې ونيول شو.

 

کابل  باختردلندي دمياشتې  ١٧ :

هغه سړي چې ويل کېږي  دغزني ښار دوروستۍ  چاودنې اصلي سازمان ورکوونکې و دعملياتو په بهيرکې و وژل شو .

دشنبې په ورځ په غزني ښارکې دبم دچاودنې له امله درې تنه ملکې وګړي اودرې تنه پوځيان ټپيان شول.

دغه چاودنه دغزني امنيه قوماندانۍ ، باختربانک  د دروازي په وړاندې په يو بايسکل کې دايښودل شوي بم زيږنده وه.

په همدي  حال کې  دهرات امنيه قوماندان زړور زاهد باختراژانس ته وويل چې ددغې چاودنې سازمان ورکووونکې يې دعملياتو په بهيرکې وژلي دي.

دغه سړي  کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت و دغزني ښار ته څيرمه  دخشک په سيمه  کې  دافغان ځواکونوله خوا پرې بريدوشو او و وژل شو.

دغزني امنيه قوماندان وايي چې دغه سړى په دغه ورځ کې دوسله والوطالبانو دجګپوړي قوماندان  حاجي خيال په لارښوونه دغي چاودنې ته سازمان ورکړي و.

ويل کېږي له دغه سړي څخه يوه اندازه جنګي وسايل اوپوځي جامې هم ترلاسه شوي دي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته