ټولنه

خبرتيا

کابل باختر د  کب  اووه ويشتمه :
دکار  ټولنيزو چارو شهيدانو اومعلولينو  وزارت خبرتيا
د ١٣٩٧  هجري لمريز کال  په لومړيو شپږو مياشتو کې په اوونۍ کې  دپنځو ورځو کار له مخې  دهېواد دمرکزي او ولايتي ادارو دکارکوونکو دکار دپيل  او پاى رژيم  په دې ډول ټاکل شوې  دي .
په کابل ښار کې په اوونۍ  دپنځو کاري ورځو او د دوو ورځو رخصتۍ  له مخې دکار دپيل اوپاى رژيم :
  دوري دمياشتې له لومړى  نيټې څخه دوږې مياشتې ترپاى پورې  دکار پيل  دسهار په اوو بجو او ديرشو دقيقو او دکار پاى له غرمې وروسته  څلور نيمې بجې دلمانځه داداکولو او ډوډۍ خوړلو لپاره  دغرمې له دولسو بجو څخه له غرمې وروسته  تر يوې بجې پورې ديو ساعت ځنډ په لرلو سره له غرمې وروسته  څلور بجې او ديرش دقيقي .
په ولايتونو، بانکونو   او دکابل په ګمرک  ، دحامد کرزي  دنړيوال هوايي ډګر په ګمرک او دکابل ولايت په ولسواليو کې په اوونۍ کې دشپږ کاري  ورځو له مخې دکار دپيل او پاى رژيم .
  دوري دمياشتې له لومړي نيټې  څخه دوږې دمياشتې ترپاى پورې دکار پيل دسهار په اتوبجو او دکار پاى  دلمانځه داداکولو  او د ډوډۍ  دخوړلو لپاره دغرمې له  ١٢ بجو څخه له غرمې وروسته  تر يوې بجې پورې ديوساعت ځنډ  له په پام کې نيولو سره له غرمې وروسته په څلوروبجو اودپنجشنبې په ورځوکې دکار پيل دسهار په اتو بجو او دکار  پاى له غرمې وروسته په يوه بجه  په توليدي خدماتي موسسو اوپه دايمي ډول  دفعالو برخو ، نشراتي ، روغتيايي ،پوهنې او دلوړوزده کړو دموسسو دکار وختونه داړوندو کاري خصوصيتونو ،  لايحو او مقررو او داقليمي شرايطو په پام کې نيولوسره ددوى دکار رژيم  دکال په لومړيو شپږو مياشتو کې په اوونۍ کې  څلويښت ساعته تنظيم او عيار کړي.
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته