سیاست

په کابل کې دامريکا سفير له محمد کريم خليلي سره وکتل

کابل باختر دوري   يو ويشتمه

  په کابل کې دامريکا سفير رايان کراکر نن له غرمې  وروسته دجمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل .

  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ  په دې  کتنه کې  ددواړو لورو دترلاسه  شويو پرمختګونو او دافغانستان اوامريکا ترمنځ دستراتيژيکي تړون دلاسليک کولو دتحقق  په لاره کې دخنډونو دلري کولو اوهم دزياتو امنيتي مسووليتونو دمنلوپه باب  دافغان امنيتي ځواکونو د ځواکمنې دزياتوالي له امله خوښي څرګنده کړه .

 په دې کتنه کې په افغانستان کې دامريکا سفير رايان کراکر  دشپنيو پوځي عملياتو افغانيزه کيدل دافغان ځواکونو له خوا دامنيتي  مسووليتونو دملنو په لاره کې  يو اوچت ګام وباله  او څرګنده يي کړه  چې متبوع  هيواد به يې ددغو  ځواکونو دپياوړتيا  اوسمبالولو  او روزنې په کار کې  خپل ملاتړ ته دوام ورکړي .

 کراکر په سياسي  _ امنيتي  برخوکې ددواړو هيوادونو ترمنځ  لازياتي همغږي ، په هغو هدفونو  دلاس بري لپاره   چې له تروريزم  سره په جګړه کې  تعقيبيږي  ارزښتناکې   وبللي اوپه دې برخه کې يي   دگټورو  همکاريو په پراختيا ټينګار وکړ .

 په دې کتنه کې دجمهور رييس  مرستيال محمد کريم خليلي دثبات دتامينولو او دهيواد له بيا رغاونې اوجوړولو سره دمرستي په کارکې دامريکا ددولت اوملت دهمکاري له امله قدردانۍ وکړه  او د دواړو هيوادونوترمنځ يي دمقتابلو همکاريو په پراختيا او دوام ټينګار وکړ .

 دجمهور رييس مرستيال له تروريزم سره په جګړه کې برياليتوب او دافغانستان ددولت اوخلکو سره دنړيوالې ټولنې دمستقيمو همکاريو تر سيوري لاندې دامنيت تامينول امکان  منونکي  وبلل اوزياته يي کړه چې دافغانستان او نړيوالې ټولنې دګډو ارزښتونو دساتنې اهميت  هم ددي غوښتنه  کوي  چې دغه همکاري په بيلابيلو برخوکې لازياته پراختياومومي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته