ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت هيئت دبدخشان ولايت ته واستول شو

کابل باختردثور دمياشتي٢٢ نيټه :

 دلوړو زده کړووزارت  پرون دبدخشان پوهنتون دمحصلانودستونزو دڅيړنې په خاطريو هيئت دغه ولايت ته واستاوه .

دباختراژانس دخبرله مخې په دې باب چې ددغه ولايت  دلوړو زده کړو رييس محصلان په جبري ډول دګلبدين حکمتيار اسلامي ګوند ته  جذبوي  اوله بله پلوه له پنځو ورځو راپه دې خوا پوهنتون رخصت دي ، دبدخشان پوهنتون دمحصلانو دشکايتونو دڅيړنې په خاطر دلوړو  زده کړو  وزارت دپلټنې يوهيئت  دغه ولايت ته سفرکړي دي .

دبدخشان پوهنتون اعتراض کوونکي محصلان وايي چې دبدخشان ولايت دلوړو زده کړو رييس عبدالقديرمهان محصلان په جبري ډول دحکمتياراسلامي ګوند ته جذبوي او که چيري محصلان دده دغه بلنه ونه مني له هغوي سره  بدچلند کيږي  او دهغوي دناکامي سبب  کيږي .

دغو محصلانو دپراخ اعتراض په ترسره کولو سره وايي چې موږ دلوړو زده کړو رييس نه غواړو او بايد دمقاماتو له خوا گوښه کړي شي .

دغه راز دوي  دخپل اعتراض په  دوام دثور دمياشتې له اتلسمې نيټي څخه دبدخشان پوهنتون تړلي او وايي  ترهغه وخته پورې چې ددوي ستونزې حل نه شي خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي .

 دبدخشان والي ډاکترشاه ولي الله اديب وويل   چې دوي دلوړو زده کړو درييس له خوا اسلامي حزب ته دمحصلانو دجلب او جذب په اړوند زيات شکايتونه ترلاسه کړي دي  اوپه دې برخه کې  ددغه ولايت دلوړو ز ده کړو درييس دفعاليتونوسندونه هم په واک کې لري .

دبدخشان والي ټينګار وکړ چې دغه ستونزه دلوړو زده کړو وزارت سره په  همغږي کې حل کوي .

دلوړو زده کړو وزارت  دخپرونو درياست مرستيال  اخترمحمدعبيرپه دې باب باختراژانس ته وويل  چې دلوړو زده کړو وزارت  دبدخشان پوهنتون دمحصلانو دستونزو دڅيړنې په خاطر  پرون ددغه وزارت دپلټني هيئت دغه ولايت ته استولي دي .

ده زياته کړه  چې دغه هيئت به  له والي او ددغه ولايت له نورو مقاماتوسره موضوع  له نږدي وڅيړي اودخپلو څيړنو نتيجي به  دلوړوزده کړو وزارت مقاماتو ته ورسوي   چې دهغي له مخې به تصميم ونيول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته