کابل/ د وري٢١ مه / باختر
د کابل ښاروالۍ د پلټنې ادارې پلاوي په کابل ښارکې یو شمېر سرغړونکي هټۍ وال نغدي جریمه او دوکانونه یې مهرلاک شول.
د باخترآژانس دخبرله مخې: دغه پلاوي د خپلو څېړنو په ترڅ کې يوشمېرهغه متخلف دوکانداران او اصناف چې د کابل ښاروالۍ له مقرراتو څخه يې سرغړونه کړې وه ، په ګران پلورنې يې لاس پورې کړى و او په پلو لارو کې يې څاروي حلال کړي وو او هم يې د خپلو دوکانونو مخې ته د مالونو په ايښودلو سره پلې لارې بندې کړې وي نغدې جريمه کړل او هټۍ يې وتړل شوې.
د کابل ښاروالۍ د پلټنې پلاوي له هټیوالو وغوښتل چې د کابل ښاروالۍ په نرخنامې او مقرراتو عمل وکړي ، که نه له سرغړونکو سره به جدي چلند وشي.
د یادونې وړ ده چې د کابل ښاروالۍ د نرخنامې او مقرراتو سره سم د کابل ښار په ټولو سیمو کې د دوکاندارانو او بیلا بیلو اصنافو د ارزونې او کنټرول بهیر دوام لري.
\ ذ