نړۍ

په پاکستان کې د ترافيکي پيښې له امله څه ناڅه شپيته تنه ووژل شول

اسلام آباد – باختر دلړم دمياشتې ٢٠
د پاکستان په سند ايالت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله څه ناڅه ٦٠ تنه ووژل شول او په لسګونو تنه نور ټپيان شول.
باختر آژانس د پاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړچې دغه پيښه نن سهار رامنځته شوه او يو بس موټر چې څه ناڅه ٧٠ تنه پکې سپاره وو؛ له يوې لارۍ موټر سره ټکر وکړ چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٥٨ تنه ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.
ددغې پيښې علت له اندازې زيات د بس موټر چلوونکي ګړندي تګ بلل شوى دى.
دپاکستان ټلويزيوني شبکو د دغې پيښې په باب په نويو خبرونوکې د وژل شويو کسانو شمېر ٥٨ تنه اعلام کړى دى.
له دغې پيښې وروسته د خير پور او سوکور روغتونونوکې بيړنى حالت نافذ شوى دى .
د پاکستان جمهور رييس ممنون حسين د دغې پيښې د قربانيانو پاتې کسانو ته د ډاډګيرنې او خواخوږۍ د مراتبو د څرګندولو په ترڅ کې د دغو سيمو روغتيايي ادارو ته لارښوونه کړې ده چې د دغې پيښې د ټپيانو د درملنې لپاره دې ټول لازم امکانات برابر کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته