نړۍ

په ايران کې دداعش له ډلې سره ديو ځاى کيدونکو کسانو نيول کيدل

تهران بي بي سي   باخترد وږي دمياشتې  ١٨  :
دايران دولت  وايي  هغه افغان اوپاکستاني اتباع يې نيولي دي  چې په عراق او سوريه کې يې دداعش له ډلې  سره دپيوستون نيت درلود.
دايران دکورنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني فضلي وويل :  چې دغو بهرنيو اتباعو  له ايران څخه دتيريدو نيت درلود  خو دا  يې ونه ويل چې څومره کسان اوپه کوم ځاى کې نيول شوي دي.
ويل کيږي چې ايران   په عراق کې  له داعش سره  دمقابلې لپاره  له امريکاسره دهمکارۍ لپاره تيارى څرګندکړى دى.
په تهران کې خبري منابعو تيره اوونۍ وويل  چې ددغه هېواد مشر آيت الله  علي خامنه يي خپل جګپوړي قوماندان  ته  له امريکا ، کردانو  او له عراقي ځواکونو سره  دداعش دډلې پرخلاف  دجګړې  دهمغږي کولو امر کړى دى.
په همدې حال کې دايران دبهرنيو چارو وزارت   دداعش پرخلاف له امريکا سره  د همکارۍ مسله رد کړه  .
ايران تل  په عراق کې  دامريکا  له لاسوهنې سره مخالفت کړى دى .
امريکا او ايران  په دې وروستيو وختو کې له داعش سره  دمبارزې لپاره  عراق ته دپوځي مرستې وړانديز کړى دى   خو دغه هېواد ته دځواکونوله استولو څخه يې  ډډه کړې  ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته