کابل / د لیندۍ ۲۳ مه / باختر
په غزني کې پر ٨٤ زرو کورنيو د خوراکي توکو د وېش پړاو پرون مازيګر پيل شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغو مرستو د وېش په پيل کې د غزني والي سيد عمر نورستاني وويل: د جمهوري رياست د لارښوونې پر بنسټ د “ملي دسترخوان” له پروګرام څخه په دغه ولايت کې پر ٨٤ زره کورنيو د ١٥٠ میليونه افغانيو په ارزښت خوراکي توکي وېشل کېږي.
د غزني د کليو د بيارغاونې او پرمختيا رييس نجيب الله جاهد وويل چې په دغه پروګرام کې پر هرې کورنۍ د څلور زره افغانيو په ارزښت وريجې، لوبيا، غوړي او صابون وېشل کېږي.
ختم- شکريه- اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ