سیاست

جمهوررئیس غني: له پاکستان سره د سولې لپاره دې د مشخصو موخو او اقداماتو په رڼا کې د لارې منظمه نقشه جوړه شي

کابل_باختر د لړم د مياشتې١٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د پاکستان لپاره د برتانیا عالي کمیشنر توماس ډریو سره په ارګ کې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د سیمې د وضعیت، سولې او ثبات او له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د پاکستان لپاره د برتانیا عالي کمیشنر وویل، د سویلي اسیا او افغانستان په اړه د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلام وروسته رامنځته شوي فرصتونه د درک وړ دي او ښه ده چې په تدبیر ور څخه ګټه واخیستل شي.
هغه زیاته کړه، په افغانستان او سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره باید په هره برخه کې هر اړخیز بحثونه وشي.
جمهوررئیس غني وویل، د امریکا متحدو ایالتونو نوې ستراتیژي په ریښتیا چې مناسب فرصت رامنځته کړی او باید هدفمنده استفاده ورڅخه وشي.
هغه زیاته کړه له پاکستان سره د سولې لپاره دې د موخو او ټاکلو اقداماتو په تشخیص سره د لارې منظمه نقشه جوړه شي
جمهوررئیس څرګنده کړه، افغانستان په دې برخه کې هر ډول همکاري ته تیار دی او د سیمې هېوادونو اړیکې باید د پیش بیني وړ، مثبتې او تلپاتې وي.
د دې کتنې په پای کې د پاکستان لپاره د برتانیا عالي کمیشنر توماس ډریو وویل، موږ خپلو هڅو ته دوام ورکوو، ترڅو له رامنځته شویو فرصتونو څخه د افغانستان او سیمې د سولې او ثبات لپاره اعظمي استفاده وشي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته