امنیت

دافغانستان په لويديځ کې دسلما بند په تاسيساتو دطالبانو ناکام بريد .

کابل باختر د زمري پنځلسمه :
دهېواد په لويديځ کې دسلمابند دتاسيساتو دطالبانو بريد ناکام کړى شو .
  يوې ډلې يرغلګرو تيره شپه په هرات ولاېت کې دسلمابند په تاسيساتو بريد وکړ
دهرات ولايت يوه امنيتي مقام دباختراژانس خبريال ته وويل چې يرغلګر دپوځيانو له غبرګون وروسته تښتيدلي دي .
ده وويل چې په دې بريد کې دسلمابند تاسيساتو او هم پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .
ويل کيږي چې په متقابل بريد کې طالبانو ته دسرزيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې معلوم نه دى .
دسلما بند دهندوستان هېواد له خوا ددرې سوه مليونو ډالرو په لګښت بيا رغول شوى دى .
دغه بند ديوې زياتي اندازې بريښنا په توليد سربيره په هرات کې دکروندګرو په زرګونو جريبه کرنيزې  ځمکې خړوبوي .
تراوسه پورې په دغه  بند څوځلې دتروريستي ډلو له خوا بريدونه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته