سیاستخبرونهاقتصادTOP

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په ناسته کې پر ځینو اقتصادي موضوعاتو بحث وشو

کابل، د سلواغې ۱۷مه، باختر

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي ناسته کې، له اجنډا سره سم پر ځینو اقتصادي موضوعاتو بحث شوی دی.

باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې ناستې ته د کمال خان بند د دویم فاز د امکان سنجۍ د لومړنیو مطالعاتو بشپړ راپور وړاندې شوی چې تر هر اړخیز بحث وروسته د اوبو او انرژۍ او کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو او د ملي پراختیا شرکت له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو د ترسره شویو مطالعاتو په پام کې نیولو سره د امکان سنجۍ دقیق تخنیکي مطالعات ترسره او راپور یې د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې ته وړاندې کړي.

همدا رنګه، د تخنیکي کمېټې له لوري د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې پروژې د لومړي فاز د جوړولو پر مالي تمویل خبرې شوې او د موضوع تر هراړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه شوې چې مالیې وزارت دې د یادې پروژې لپاره د بودجې ترلاسه کولو په موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه عالي مقام ته ځانګړی وړاندیز وکړي.

دغه پرېکړه د وروستۍ تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته