ټولنهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په چاپېریال ساتنه کې د خلکو مسوولیت

کابل/ د غبرګولي ۱۷مه/ باختر
روانه اوونۍ د چاپېریال ساتنې اوونۍ ده. که څه هم چاپېریال ساتنې ته تل باید پاملرنه وشي؛ خو په دې اوونۍ کې ورته د ځانګړې پاملرنې اړتیا ده.
د باخترآژانس مفسر په چاپېریال ساتنه کې د خلکو مسوولیت ته کتنه کړېده او لیکي:
د انسان او طبیعت ترمنځ دوه اړخیزه اړیکه شتون لري. لوی خدای انسان او طبیعت دواړه په خپل الهي حکمت سره خلق کړي دي او د دوی تر منځ یې په دوه اړخیزو اړیکو کې تعادل او انډول رامنځ ته کړی دی. انسان ته یې عقل او حکمت ورکړی دی چې د طبیعت له شتمنیو او ښکلاوو د خپل ژوند د پرمختګ او سوکالۍ لپاره کار واخلي. د طبیعت شتمنۍ لکه هوا، اوبه، ځنګلونه، غرونه، فضا، خاوره، کاڼي او همدارنګه راز راز کانونه د انسان په چوپړ کې دي. انسان باید له دغو شتمنیو ګټه واخلي؛ خو دا ګټه اخیستل باید معقول او منطقي وي، انډول او تعادل په کې رعایت شي. له بده مرغه له څو پېړیو راهیسې د انسان او طبیعت دوه اړخیزه اړیکه ګډه وډه شوېده. له هغه مهاله راهیسې چې انسان باروت جوړ کړل او نور وسایل یې اختراع کړل، د طبیعت پر خلاف یې یو ډول جګړه پیل کړه. انسان په دې جګړه کې ځان بریالی ګڼي او وایې چې طبیعت یې رام کړی او د خپل ځان تابع کړی یې دی.
په حقیقت کې خبره داسې نه ده. طبیعت د انسان غلامي نه مني؛ بلکې غواړې له انسان سره په همغږۍ او همکارۍ کې پاتې شي؛ خو که انسان دغه راز همکارۍ او همغږۍ ته غاړه نه ږدي؛ نو بیا طبیعت هم غبرګون ښکاره کوي او د غچ اخیستو تابیا نیسي. د اقلیم بدلون اوس یوه نړیواله ستونزه ده. وچکالي هم یوه ستره ستونزه ده او اوبه ورځ تربلې کمېږي. یوشمېر پوهان باور لري چې که سیمه ییزې او نړیوالې جګړې پيل کېږي؛ نو ښایي د اوبو پر سروي. وچکالي د تمدنونو شتون له ګواښ سره مخ کوي.
افغانستان هم له دې اړخه له ګڼو ستونزو سره مخ دی. یو خوهغه ستونزې دي چې په نړیواله کچه رامنځ ته شوي دي او حل یې هم نړیوالې هڅې او کوښښونه غواړي؛ خو یو شمېر ستونزې دي چې په موږ پورې اړه لري او تر ډېره یې عاملین موږ خپله یو. که موږ کابل ښار ته ځغلنده کتنه وکړو؛ نو ګورو چې ښار په غیر مسلکي او غیر معیاري توګه پراختیا مومي. هغه سیمې چې څو کاله وړاندې په کې شنه باغونه وو او یا هم په کې خونده ور سابه کرل کېدل، نن په کې لوړپوړیزې بدرنګې ودانې هسکې شوي دي. په ښارکې د خلکو ګڼه ګوڼه زښته ډېره شوېده او د اندېښنې وړ خبره دا ده چې په دومره ګڼه ګوڼه کې روغتیایي سپارښتنې او د چاپېریال ساتنې معیارونه نه رعایت کېږي. دا هرڅه سبب کېږي چې د کابل هوا ککړه شي او د ککړتیا کچه یې تر منل شوي بریده واوړي او د ښاریانو روغتیا ته یو جدي ګواښ شي.
له بده مرغه خلک هم د چاپېریال ساتنې په اړه یو ډول بې تفاوته شوي دي. هرڅوک خپل کور پاک ساتي او د کور کثافات کوڅې ته باسي اوهلته یې ډېران کوي. داسې یو منفي او ناوړه ذهنیت رامنځ ته شوی دی چې ځیني کوڅه او ښار خپل نه ګڼي او یوازې د خپل کور په غم کې دي. دوی نه پوهېږي چې که کوڅه او ښار یې چټل وي؛ نو دا چټلي بېرته د هغوی کورته هم ځي او روغتیا یې ګواښي. موږ ټول باید کوڅه او ښار خپل وګڼو او په پاک ساتنه کې یې خپل ملي مسوولیت سرته ورسوو.
ختم- ن-ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته