امنیت

دوه ماینونه په غزني کې شنډ شول

کابل / د وږي ۲۴ مه / باختر
د غزني پولیسو نن سهار په دغه ولایت کې دوه ماینونه کشف او شنډ کړل.
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدخان سیرت د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د دغې قوماندانۍ منسوبينو دوه بشکه یي ماینونه د غزني ښار په قلعه قاضي سیمه کې کشف او شنډ کړل.
دا په داسې حال کې ده چې د یوې اوونۍ په بهیر کې پوځیانو د غزني په مربوطاتو کې څه دپاسه ١٠٠ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
د یو بل خبر له مخې:
د غزني په مرکز پورې اړوند قلعه ارباب سيمه کې له امنیتي او دفاعي منسوبينو سره په نښته کې پرون د یوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان ووژل شول او دوه نور وسله وال طالبان ټپیان شول او د دوی څو جنګي وسایل هم ترلاسه شول.
پاى/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته