امنیت

دهرات په شپږو ولسواليو کې څلويښت ښوونځي تړلي دي .

کابل باختر دسلواغې يوولسمه :
څه ناڅه  څلويښت لومړني او منځني ښوونځي دهرات ولايت په شپږو ولسواليو کې په روان کال کې د ناامنيو له امله تړل شوي دي .
دهرات ولايت دپوهنې رياست يوه چارواکي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه ښوونځي دشينډنډ  ، ګذرې ،  ګلران ، کهسان ، زنده جان او داوبې  په ولسواليو کې موقعيت لري  او دامنيتي ستونزو، دکورنيو دجبري ګډې  کولو او په ښوونځيو کې دښوونکو  دنشتوالي له امله تړل شوي دي .
ده زياته کړه يوازې په شينډنډ ولسوالۍ کې ديرش ښوونځي دامنيت نشتوالي ، دکورنيو دبې ځايه کيدو او دښوونکو دنشتوالي له امله تړلې دي .
ده دغه راز څرګنده کړه  چې يو زيات شمير نجونې دامنيت دنشتوالي او نورو ستونزو له امله له زده کړې  څخه بې برخې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته