ټولنه

په باميانوکې د نشه يي توکو پرخلاف د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٢٣
د دوه پنځوسو تنو ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ پرون د باميانو ولايت په مرکزکې ترسره شوې.
دغه سيالۍ د سارک د پروګرامونو په لړکې له نشه يي توکو څخه د ځوانانو او تنکيو ځوانانو د لرې والي په خاطر ترسره شوې.
د دغو سياليو ترسره کوونکي او د باميانو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس کبير دادرس د باختر آژانس خبريال ته وويل: د ځغاستې سيالۍ د سارک د لومړنى فرهنګي پايتخت په توګه د باميانو د اعلام په وياړ او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو د لرې والى په خاطر ترسره شوې وې چې سيد حسين، سيدحسن حسيني او ابراهيم په ترتيب سره لومړى، دويم او دريم مقامونه وګټل.
ده وويل: دغه سيالۍ چې د اطلاعاتو او فرهنګ د رياست له خوا د آغاخان د ټولنې په همکارۍ ترسره شوې وې؛ ورزشکارانو نږدې ٥ کيلومتره واټن وواهه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته