جلال آباد باختردليندۍ دمياشتې٢٢ نيټه :
د هېواد په ځينو ختيځو سيمو د پاکستاني پوځيانو توپچي او راکټي بريدونه يوځل بيا پيل شول.
په نوي موردکې د وروستيو ٢٤ ساعتو په بهيرکې د نورستان، ننګرهار او د کونړ د ولايتونوپه ځينو سيمو په لسګونو توغندي لګيدلي دي خو ويل کيږي چې د سر زيان يې نه دى اړولى .
د هېواد په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د پاکستاني پوځيانو په نويو توپچي او راکټي بريدونوکې چاته زيان نه دى اوښتى.
يوه اوونۍ مخکې د هېواد په ځينو ختيځو سيمو د پاکستان پوځيانو د راکټي او توپچي بريدونو نوې څپې پيل شوې، خو له څلوروورځو وروسته پاى ته ورسيدې.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: تېره شپه دغه بريدونه د هېواد په ختيځو سيمو د لسګونو توغنديو په لګيدوسره له سره پيل شول.
د هېواد په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو دغه قوماندان دغه راز وويل: پاکستان له څو کلونو را په دې خوا د هېواد په ختيځ ډيورنډ کرښې ته څېرمه په راکټي بريدونو سره غواړي دغه سيمې له استوګنې څخه تشې کړي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د تروريزم د ليږدونې زمينې برابرې شي .
پاى ج؛ ذ