کابل باختر دسلواغې دوه ويشتمه :
د تخنيکي او مسلکي تعليماتو دادارې خبرتيا
دکابل ميخانيکي انستيتوت د عمومي ښوونځيو دنهمو ټولګيو فارغان دماشين الاتو ، بريښنا ، الکترونيک دموټرو دترميمولو ، اوبو رسونې او مرکزګرمي، فلزي صنايعو او دلرګيو دصنايعو په څانګو کې د ١٣٩٨ کال لپاره په لسم ټولګي کې دنوي زده کوونکې په توګه مني .
مينه وال کولاى شي ددغې خبرتيا دخپريدو له نيټې څخه دروان کال دکب دمياشتې تر پنځلسمې نيټې پورې له يو عکس او دتابعيت له تذکرې سره د شموليت دفورمې دترلاسه کولو په خاطر په شاه دوشمشيره ( ع ) دکابل دميخانيکي انستيتوت ادارې ته ورشي .
ختم- ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ