امنیت

په يوه نښته کې دوه تنه طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٦
دوه تنه وسله وال طالبان پرون په ننګرهار ولايت کې دمخالفينو دبريد شنډولو په بهير کې ووژل شول.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند سمونوال حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس خبريال ته وويل :-وسله والو طالبانو د بټي کوټ ولسوالۍ په تور غر سيمه کې دسيمه ييزو پوليسو په پوستو بريدونه وکړل چې دامنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول او له امله يې د پوليسو له خوا دبريد دشنډولو په بهير کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
مشرقيوال زياته کړه :- د طالبانو دوه مړي له يوه کلاشينکوف او ديوې پيکا ماشينګنې سره دجګړې په ډګر کې پاتې شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته