امنیت

دپوليسو منسوبينو دزده کړي له يوې دوري څخه فارغ شول

په بادغيس ولايت کې يوسلو پنځه نوى تنو افسرانو ، ساتنمانو اوسرتيرو له تخنيکي زده کړو وروسته دفراغت سندونه ترلاسه کړل.

دغو فارغانو دزده کړي په يوه درې مياشتي دوره کې دپوليسو دقوانينو ، تخنيکي مسالو او  داړو دوړ پرضد په ښه توګه دوسايلو او وسلو دکارولو په برخه کې زده کړه وکړه.

دبادغيس ولايت دامنيې قوماندانۍ حقوقي سلاکار سمونيار عصمت الله دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې له دې دورې څخه دپوليسو ديرش تنه افسران ديارلس تنه ساتنمنان اويوسلو دوه پنځوس تنه  سرتيري فارغ شوي دي.

 ده وويل  تراوسه پوري  دپوليسو اوو سوه  تنو منسوبينو دغه شان زده کړي کړي دي.

او ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ څه ناڅه اته سوه تنه نور منسوبين به ډيرژر په دې برخه کې  زده کړه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته