نړۍ

د جګپوړو امريکايي او پاکستاني مقاماتو کتنه

واشنګتن باختر دسلواغي اتمه :
جګپوړو امريکايي او پاکستاني مقاماتو په تېره دريو کلونوکې د لومړي ځل لپاره تيره شپه له يوبل سره وکتل او د دواړو هيوادونو ترمنځ يې د ستراتيژيکي خبرو لومړۍ غونډه جوړه کړه.
دغه کتنه د امريکا دبهرنيو چارو د وزير جان کري او د پاکستاني د بهرنيو چارو د سلاکار سرتاج عزيز ترمنځ په واشنګټن کې وشوه .
د دواړو هيوادونوترمنځ ستراتيژيکي خبرې په٢٠١٠ کال کې د دوى ترمنځ د اړيکو له خړپړتيا او په ٢٠١١  ميلادي کال کې په پاکستان کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن له وژل کيدو وروسته ځنډول شوې وې.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې په ليکنه جان کري په دې کتنه کې ويلي دي: پاکستان د دې وړتيا لري چې له خپل اوسنى اقتصادي بحران څخه سرپورته کړي او د ده په خبره د يو ويشتمې پيړۍ په يو اقتصادي قدرت بدل شي .
ده د پاکستان دصدراعظم د اقتصادي اصلاحاتو ملاتړ وکړ.
د بي بي سي راډيودخبر له مخې: د امريکا د بهرنيو چارو وزير دغه راز له پاکستان څخه غوښتي دي چې ښځې اولږکي د دغه هيواد د راتلوونکي برخليک په ټاکنه کې ونډه وال کړي.
جان کري وويل: پاکستان د امريکا يو مهم شريک په تېره بيا ديوباثباته افغانستان د ملاتړ په لاره کې ددغه هيواد يومهم شريک دى.
خو ده زياته کړه: سره له دې هم داسې نه بريښي چې دغوخبرو د امريکا او پاکستان د اړيکو کنګل ويلي کړي وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته