روغتیا

د وينې په ورکولو سره د امنيتي ځواکونو ملاتړ وشو

کابل / باختر د لړم  د مياشتې  ٣  :
د پلخمري ښار اوسيدونکو اړو کسانو ته د ٤٠ زرو سي سي وينې په ورکولو سره  له امنيتي ځواکونوسره خپل ملاتړ اعلام کړ.
د بغلان له ولايت څخه د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې :
په حسيني ماتم کې شاملو ځوانانو د ځنځير وهلو او وينې توييولو پرځاى خپله وينه پرون له امنيتي ځواکونو سره د مرستې په خاطر د وينې بانک ته ورکړه.
د پلخمري ښار د نوې کارتې يوه اوسيدونکي  سيدکبير باختر آژانس ته وويل : لکه څنګه چې د امنيتي بنسټونومنسوبين خپل سرونه  دهېواد او د خلکو او د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې په لاره کې قرباني کوي ، موږ هم د هغوى د همدغو سرښندنو په درناوي خپله وينه د هغوى په واک کې ورکوو.
په پلخمري ښارکې د وينې د راټولولو دکمپاين دپرمخ بيولو مسوول حبيب الله فرملي وويل: دپلخمري ښار په څلورو جامع جوماتونو او حسينيوکې چې د حضرت   امام حسين (ع) د ماتم د غونډو د جوړولــــو ځاى و، څلويښت زره سي سي وينه راټوله شوه.
ده زياته کړه: دڅلويښتو زرو سي سي وينې له راټولولو سره سره يو زيات شمېر نور ځوانان چې د وينې ور کولو ته چمتو و؛  د وينې د کڅوړو دکمښت په نسبت د وينې له ورکولو څخه بې برخې شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته