ټولنه

په نيمروزکې د يوې ترافيکي پيښې له امله يو تن ووژل شو

کابل – باختر د وري دمياشتې ٤
په نيمروز ولايت کې پرون د يوې ترافيکي پيښې له امله يو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول .
د نيمروز ولايت د ترافيکو مدير باختر آژانس خبريال ته وويل: پيښه د زرنج ښار د ختيځ په دولس کيلومتري واټن کې د ريګ هاى داکو په سيمه کې د دوو کرولا موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوه چې په پايله کې يې يو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.
ده زياته کړه: د دغې پيښې علت د ترافيکو ګڼه ګوڼه او د چلوونکو زيات ګړنديتوب بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته