ورزش

د استقلال د نجونو د فوټسال ټيم د کابل د غوره ليګ اتل شو

کابل/باختر/ د غويي د مياشتې ۱۵ مه
د استقلال د نجونو د فوټسال ټيم پرون په پاى لوبه کې د «آينده سازانو» ټيم ته په ماتې ورکولو سره د کابل  د فوټسال دغوره ليګ د سياليو اتل شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې: د استقلال د نجونو د فوټسال ټيم، لوبه د يوې په وړاندې په دوو سره پاى ته ورسوله او د اتلوالۍ جام يې وګاټه او د «توانا» ټيم د «آشيانه» ټيم ته په ماتې ورکولو سره درېيم مقام وګاټه .
  د «آشيانه» له ټيم څخه نيلاب محمدي د ۱۳ ګولونو په وهلو سره د دغو سياليو زيات ګول وهوونکې لوبغاړې او د «آينده سازانو» له ټيم څخه فهيمه تابش د دغو سياليو د غوره لوبغاړې نوم وګاټه. د «آينده سازانو» له ټيم څخه منتها مصلح د ښه ګول کپير نوم وګاټه او د «ستاره های بنين» ټيم د دغوسياليو د اخلاقو جايزه وګټله.
د کابل د فوټسال د غوره ليګ سيالۍ د نجونو د ښوونې او روزنې د ملاتړ په شعار سره د دولسو ټيمونو ترمنځ د نجونو د فوټسال ملي ټيم ته د غوره څېرو د ټاکنې په مقصد پيل شوې وې.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته