امنیت

دوه تنه د غلا په تور ونيول شول

کابل باختر د لړم لسمه :
په نيمروز ولايت کې پرون د پوليسو په ځانګړو عملياتوکې دوه تنه د غلا په تور ونيول شول .
دنيمروز ولايت د چخانسور ولسوال  آقا محمد د باخترآژانس خبريال ته وويل: په دغو عملياتوکې دوه تنه چې د موټرسايکل په غلا کولو بوخت وو، د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول چې په خپل جرم يې اعتراف کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته