امنیت

په سرپل ولايت کې دخورشيد ١٦ عملياتو پاى .

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٢٩
دخورشيد – ١٦ چاڼيز عمليات چې دسرپل -شبرغان دلوى لارې په تګلوري کې دنا امنو سيمو دپاکولو په مقصد پيل شوي وو پاى ته ورسيدل.
دسرپل ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوى باختر آژانس ته وويل ددغو عملياتو له امله چې پنځه ورځې يې دوام وکړ څلور تنه وسله وال طلبان ووژل شول ،پنځلس تنه ټپيان او درې تنه نوريې له يوې اندازې پوځي تجهيزاتو سره ونيول شول.
باقي زوى زياته کړه چې دلوى لارې په اوږدوکې لس کلي او زيانمنوونکې سيمې د دولت دوسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شوې دي .
دسرپل ولايت دامنيتي مقاماتو دڅرګندونو له مخې : څو ورځې مخکې هم دصيادولسوالۍ په نا امنو سيمو کې او د ولايت په مرکز پورې اړوند د دره سلطان ابراهيم په ساحه کې ورته چاڼيز عمليات ترسره شوى و چې له امله يې د دولت ٦٤ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته