سیاست

دملي تدارکاتو کمیسیون د ۴۹۰ميلیونو افغانیو په ارزښت ۶پروژې منظور کړې

-کابل باختر دزمري  پنځمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه تير ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د ۴۹۰میلیونو افغانیو په ارزښت ۶ قراردادونه منظور شول، چې په دغو کې د کجکي بريښنا بند دویم نمبر توربین د نصبولو او فعالولو پروژې تعدیل، د یو میلیون ټوکه بريښنايي پاسپورټونو تدارک، د لوړ زده کړو وزارت کادري روغتونونو او لیلیو اعاشوي توکي، د ملي دفاع وزارت قرطاسیه او ودانیزې چارې شاملې دي.
په دې غونډه کې د المار، مچلغو او پاشدان بندونو قراردادونه چې په تېرو کلونو کې شوي و او د کار د کیفیت او پرمختګ له پلوه یې ستونزې درلودې فسخه کول یې تاييد شول.
کمیسیون د انرژۍ او اوبو وزارت ته دنده ورکړه، چې د یادو بندونو د پاتې کارونو د بشپړولو په منظور دې نوې او چټکه تدارکاتي پروسه پیل کړي. همدارنګه پرېکړه وشوه، هغه قراردادي شرکتونه چې بي پروايي یې کړې وه، د یادو پروژو په قراردادونو کې له درج شویو شرایطو سره سم دې جریمه شي.
همدارنګه په غونډه کې د انرژۍ او اوبو او مالیې وزارتونو ته لارښوونه وشوه چې د هرات ولایت د پاشدان بندته څیرمه اوسیدونکو د اوبو ستونزې د حل په برخه کې اقدامات وکړي.
دملي تدارکاتو کمیسیون د بلخ ولایت ګمرګ د احاطې لپاره د پنځه زره جریبه ځمکې احاطوي دېوال جوړولو او د فارمسي ریاست د اړتیا وړ ۴۷ قلمه درملو د تدارک قراردادونه رد کړل او پریکړه وشوه چې دعامې روغتیا وزارت قراردادونه دې با صلاحیته پلاوی وارزي.
په دې غونډه کې هغه څلور پروژې چې د ښارجوړولو او ملي دفاع وزارتونو او د برېښنا شرکت پیشنهاد  کړې وې، د لا زیاتې ارزونې او د تخنیکي نواقصو د له منځه وړلو لپاره اړوندو ادارو ته ور وګرځول شوې.
دملي تدارکاتو کمیسیون د پوهنې وزارت وړاندیز چې غواړي له څلورمې کارتې او افشارو څخه خپل دفترونه ګلبهار سنټر ته ولیږدوي تایید کړ، تر څو مراجعینو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
دملي تدارکاتو کمیسیون خپلو ۶۰اونیزو غونډو کې له ۱۸۰۰څخه زیاتې ودانیزې، خدماتي او د اجناسو پروژې ارزولي چې له هغې جملې څخه یې د ۱۵۷میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۵۷۵پروژې منظورې کړي دي.
په دې غونډه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش، د مالیې او عدلیې وزارتونو وزیرانو، د اقتصاد وزارت سرپرست، په زیربنايي چارو کې د جمهور رئیس سلاکار، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمیسیون، د پارلماني شفایت کاکس، د سګار ادارې او قاطع ملاتړ سیستیکا د شفافیت ناظرینو ګډون درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته