ټولنه

د هېواد عالمانو د پاکستان د عالمانو د کنفرانس د پرېکړه ليک ملاتړ وکړ

کابل / د غبرګولي ۳۰مه / باختر
د هېواد عالمانو د سولې په تړاو د پاکستان د عالمانو کنفرانس د پرېکړه ليک ملاتړ وکړ.
د حج او اوقافو وزارت د خپرونو او اطلاعاتو رياست نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي: يوشمېر ديني عالمانو د حج او اوقافو له وزير محمد قاسم حليمي سره په کتنه کې د رابطه عالم اسلامي او د سعودي عربستان د دولت په همکارۍ د افغانستان او پاکستان د عالمانو ترمنځ د سولې په تړاو د مکې مکرمې د تاريخي کنفرانس د جوړولو په اړوند د هغه هلې ځلې وستايلې او پايلې يې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټيګښت لپاره مهمې وبللې او په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د سعودي عربستان د هلوځلو قدرداني وکړه.
هغوى ( په افغانستان کې د سولې د اعلان) کنفرانس د پرېکړه ليک ملاتړ وکړ او څرګنده يې کړه چې اوس په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره هېڅ شرعي دليل نه دى پاتې.
د حج او اوقافو وزير په دې کتنه کې د سولې او امنيت په ګډون په سترو ملي مسئلو کې د مشورې ورکولو په خاطر د عالمانو رول ارزښتناک وباله.
ختم-ج -ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته