سیاست

اجرائيه رئیس د ځاځي میدان ولسوالۍ له قومي مشرانو سره وکتل

کابل باختر د تلې يو ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس نن په سپېدار ماڼۍ کې د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ له یوشمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.
داجرائيه رياست دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې لومړی د ځاځي میدان قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو خپلې ستونزې له اجرائیه رئيس سره شریکې کړې او ویې ویل، چې د دغې ولسوالۍ خلکو خپله ولسوالۍ ساتلې خو په دې وروستیو کې ورته له نورو ولسوالیو او ډیورنډ کرښې اخوا نه امنیتي ګواښونه متوجه دي. هغوی د ډیورنډ په کرښه د ځاي میدان ولسوالۍ اړوند سیمو کې د امنیتي پوستو او سیمه ییزو پولیسو د پياوړتیا او ډېرېدو غوښتنه هم وکړه او زیاته یې کړه، چې په دې ولسوالۍ کې دې 30 بستریزه روغتون فعال شي.
په خوست کې د برېښنا بند رغول، د دومنده او سپېرې ولسوالیو د سړکونو رغول، د باک ولسوالۍ د خوړ کنټرول، ځوانانو ته د لوړو زده کړو د بورسونو ورکړه، هغوی ته د کار موندل او نور، د هغوی اساسي غوښتنې وې.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې به په جدي ډول تعقیب کړي اوله اړوندو اداروڅخه به د عاجل اقداماتو غوښتنه وکړي.
هغه د ځاځي میدان ولسوالۍ له خلکو مننه وکړه، چې په خپل یووالي او مېړانې یې د دې ولسوالۍ امنیت ټینګ کړی او متوجه ګواښونه به یې په امنیت شورا کې مطرح کړي او د حل لپاره به یې اساسي اقدامات وشي.
اجرائيه رئيس خوست د یووالي بېلګه یاده کړه او ویې ویل، چې د دې ولایت ځوانانو ته به هم د لوړې زده کړې او بورسونو د زمینې دبرابرولو په اړه به اقدامات وکړي.
پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته