ټولنه

ټولې مسولې ادارې دې د تنباګو او دخانیاتود قانون دپلي کیدو لپاره کار وکړي

کابل-باختردسلواغې دمياشتې١٤
د میدان وردګو والي وايي د خلکو روغتیا او ښه چاپیریال لپاره دې ټولې مسولې ادارې د تنباګو او دخانیاتو دقانون دپلي کیدو لپاره هلې ځلې وکړي.
دا خبرې  حیات الله حیات پرون اداري غونډه کې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې په ادارو کې به له سرغړونکو کارکوونکو سره هم قانوني چلند وشي.
ددې قانون له مخې په سرپټو ځایونو کې د سګریټو څکول او په ماشومانو یې خرڅول منع شوي او سرغړونکي به نغدي جریمه کیږي.
په غونډه کې دغه راز د بیلا بیلو ادارو مسولینو د تیري اوونۍ د کړو فعالیتونو او کارونو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل او د چارو دسمون لپاره ورته والي  حیات له لورې لازمې سپارښتنې وشوې.
د میدان وردګو والي  په ادارو کې د حاضرۍ پر مسلې هم خبرې وکړې او ويې ویل، چې ټول مامورین دې په ټاکلي وخت تک راتک وکړي.
هغه وویل، چې د حاضریود نظارت پرمهال به د مکافاتو او مجازاتو اصل ته په پام چلند ترسره شي، څو اصلاحات رامنځته او د خلکو کارونه پخپل وخت ترسره شي.
په غونډه کې همدارنګه د ګومارنې په بهیر کې پر شفافیت ټینګار وشو او وویل شول، چې په دې برخه کې به یو نظارتي کمیسون هم خپله دنده ترسره کوي.
همدارنګه د عیدګاه جومات ، د ځینو څلور لارو او یوشمیرولسوالیو دروازو لپاره د نقشو پر جوړولو ویناوي وشوې او اړونده مسولینو ته یې د چارو ترسراوی سپارښتنې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته