کابل باختر د سلواغې پنځمه
په لوګر ولايت کې په يوشمېر بې وزلو کورنيو په دې وروستيو وختو کې خوراکي توکي وويشل شول .
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام دعامه اطلاعاتو ادارې باختر آژانس ته وويل چې په دغو خوراکي توکو کې اوړه، غوړي، چاى، بوره، دال، غنم، مالګه، لوبيا او وريجې شته چې د ولسي تړون د ملي پروګرام له خوراکي زيرمو څخه د لوګر ولايت په مرکز پل علم پورې اړوند د نو آباد او کنجک د کليو په پرمختيايي شوراګانو کې وويشل شول .
دغه مرستې د کليوالي اوسيدونکو او د (SIG) ټولنيز مشارکت لپاره د مالي پروګرام په واسطه برابرې شوې وې .
ديوبل خبرله مخې:
په فارياب ولايت کې له يوشمېر بې وزلو کورنيو سره د يوې اندازې لومړنيو توکو مرسته وشوه .
په دغو توکو کې وريجې، اوړه، غوړي، بوره، چاى، صابون، رُب، اورلګيد، نخود او ماشومانه کوښي شته چې د کليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دولسي تړون د ملي پروګرام د خوراکي توکو له زيرمو څخه دفارياب ولايت د بلچراغ ولسوالۍ د سر اوليا کلي په پرمختيايي شورا کې وويشل شول .
ختم_ ف +_ اکرم
0 1 دقیقه لوستل