امنیت

په لوګر کې جنګي وسایل ترلاسه شول

کابلباختر د چنګاښ ۲۵مه
په لوګر کې تېره شپه ٩٠ وسلې کشف او ترلاسه شوې.
د ځانګړو عملیاتو د قول اردو د مطبوعاتو مسوول عبدالغفار نورستاني د باختر اژانس خبریال ته وویل، چې کومانډو ځواکونو د لوګر په خروار ولسوالۍ عمليات ترسره کړي دي.
سرچينه زياتوي، چې په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو دري اتیا کلاشیکوفونه او اووه تومانچې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
نورستاني زیاته کړه، چې په عملیاتو کې درې مشکوک کسان هم نیول شوي دي.
سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته