سیاست

په کابل کې دبروکسل دغونډې مقدماتي غونډه

کابل باختر د وږي  درې ويشتمه :
  دبهرنيو چارو وزارت وياند وايي چې دامريکا متحده ايالاتو ، دملګروملتو سازمان او داروپا اتحاديې دبروکسل دغونډې  دجوړولو په باب دافغانستان ددولت له وړانديزونو سره موافقه کړې ده .
دبهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکيب  مستغني دباختراژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل دملګروملتو دسازمان ، داروپا اتحاديې ، دامريکا متحده ايالاتو او دافغانستان ځينو تمويلوونکو هيوادونو دبروکسل دکنفرانس دجوړولو لپاره دتياري په مقصد په کابل کې يوه غونډه جوړه کړه چې په دې غونډه کې دافغانستان دولت د اروپا داتحاديې له خوا ددغې غونډې دکوربه توب او دبروکسل دغونډې دجوړولو دوخت په باب يولړ  پيشنهادونه وړاندې کړل .
  دمستغني  دڅرګندونو له مخې ، دبروکسل غونډه د افغانستان  دحکومت په غوښتنه د ٢٠١٦ ميلادي کال په وروستيو وختو کې به جوړه شي چې له نيکه مرغه دافغانستان  په باب داروپا داتحاديې ځانګړي استازي فرانز مايکل ملبن او دافغانستان او پاکستان په چارو کې  دامريکا دمتحده ايالاتو دځانګړي استازي مرستيال جيرد  بلانک له دغو وړانديزونوسره موافقه وکړه .
ددغې غونډې دجوړولو وخت دامريکا دجمهوري رياست دانتخاباتو دترسره کولو له وخت سره دنږديوالې په دليل ستونزې لرلې .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دڅرګندونو له مخې په  مقدماتي غونډه کې دافغانستان دولت له فساد سره دمبارزې، دامنيت دټينګښت او دقانون دواکمنۍ دپراختيا په لاره کې دخپلو دوامدارو هڅو په باب خبرې وکړې چې دبرخه والو له خوايې ملاتړ وشو .
په همدې حال کې دافغانستان او پاکستان په چارو کې دامريکا دمتحده ايالاتو ځانګړي استازي پرون دافغانستان دبهرنيو چارو له وزير سره په کتنه کې له افغانستان سره دملاتړ لپاره دوارسا او بروکسل په  ښارونوکې دراتلوونکو کنفرانسونو جوړول ارزښتناک  وبلل او ويې ويل چې دامريکا متحده ايالات د ٢٠١٦ ميلادي کال په وروستيو وختو کې دبروکسل  د کنفرانس دجوړولو لپاره دافغانستان له خوا له پيشنهاد شوي وخت سره موافقه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته