امنیت

په لغمان کې پر پوځیانو د طالبانو برید ناکام شو

کابل / د وري ۱۹مه / باختر
د لغمان د ملي امنیت ځواکونه وایي چې پر پوځیانو د طالبانو د بمي چاودنې طرحه یې ناکامه کړې ده.
د طالبانو ډلې یوه غړي چې غوښتل یې دغه برید ترسره کړي، له چاودېدونکو توکو ډک یو موټر سایکل سره ونیول شو.
د لغمان د ملي امنیت یوې سرچینې باختر آژانس ته وویل چې د طالبانو دغه غړی هوډ درلود د مهترلام ښار په غازي سلطان ښار ګوټي کې پر امنیتي ځواکونو برید وکړي.
نیول شوي سړي په لومړنیو څېړنو کې په طالبانو ډله کې پر غړیتوب او په څو ډار اچوونکو بریدونو کې پر خپل لاس لرلو اعتراف کړی دی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته