اقتصاد

په پکتيکا کې بزګرانو د بوټو له آفتونو سره د مبارزې لارې چارې زده کوي

کابل / د وري ۱۹مه / باختر
په پکتيا کې د کروندو له آفتونو سره د مبارزې د لارو چارو په اړه بزګرانو ته د پوهاوي ورکولو ورکشاپونه جوړ شول.
دغه ورکشاپونه د پکتيکا د کرنې او اوبولګولو رياست، د کرکيلې د ښه والي او د بوټو له آفتونو سره د جدي مبارزې لپاره جوړ کړي دي.
د پکتيکا د کرنې او اوبولګولو رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې په دغو ورکشاپونو کې د پکتيکا له ګوټ ګوټ څخه ٨٠٠ بزګرانو د لسو ورځو لپاره د بوټو له آفتونو او ملخانو سره د مبارزې لارې چارې زده کوي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته