خبرونهټولنه

سمنګان؛ په ایبک، خرم وسارباغ او حضرت سلطان ولسوالیو کې ۷۴۱ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د لېندۍ ۱۶مه، باختر

د سمنګانو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د دغه ولایت په مرکز خرم وسارباغ او حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶ میلیونو افغانیو په لګښت د څښاک اوبو ۳ شبکو د جوړېدو خبر ورکوي.

د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس اختر محمد مصباح د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د یادو شبکو پرمټ د مرکز په آچه میلي د خرم و سارباغ ولسوالۍ په اوغري قل او د حضرت سلطان ولسوالۍ په یکه توت سیمو کې په ټولیز توګه د ۸۰ متر مکعب په وړتیا د اوبو زېرمې او یادو سیمو کې کور په کور د نل لیکو نښلول شوي دي.

هغه زیاته کړې چې په یادو شبکو ۶ میلیونه ۱۷ زره افغانۍ لګښت راغلۍ چې پرمټ یې ۷۴۱ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته