امنیت

د کورنيو چارو وزارت سرپرست : دوسله والو مخالفينو روانه جګړه تبليغي او رواني جګړه ده.

کابل- باختر دزمري دمياشتې ٣١
د کورنيو چارو  وزارت سرپرست د خوست ولايت ته  سفر وکړ او د دغه  ولايت امنيتي حالت يې  وڅيړه .
د کونيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ  :
د کورنيو چارو د وزارت سرپرست سترپاسوال غلام مجتبي پتنګ خوست ولايت  ته
د خپل  وروستي   سفر په  بهير کې د پوليسو له ځواکونو ، دولتي مسوولينو دامنيتي ځواکونو د همغږۍ  د مرکز له منسوبينو او د دغه ولايت له خلکو سره       يي په جلاجلا توګه  وکتل او دخوست امنيتي حالت يې   هغو امنيتي ګواښونو ته  په پاملرنې سره چې له بهر څخه دغه ولايت ته متوجه دى ،  وڅيړل .
د کورنيو چارو  وزارت سرپرست  په  اووه نيزه   امنيتي غونډه کې چې دخوست ولايت دامنيتي ځواکونو دهمغږي په مرکز کې د خوست دوالي په ګډون جوړه شوې وه  ګډون   وکړ او څرګنده يې کړه ،  خوست او جنوبي وزيرستان  ديوې سرحدي سيمې په توګه چې د القاعده او دحقاني ترورستي شبکې  پکې  فعالې دي له زياتو امنيتي ګواښونو سره مخامخ  دي خو د امنيتي ځواکونو ښه کړه  وړه  او د دغو ځواکونو دهمغږي دکچې لوړوالي د دغه ولايت د امنيتي حالت د ښه والي سبب شوى دي .
ده  دغه راز  له امنيتي ځواکونو سره د خوست دخلکو دهمکاريو له امله قدرداني وکړه  او ويې ويل ،  چې دخوست خلک په سلو کې شل له خپلو امنيتي ځواکونو سره  همکار دي او دغه همکاري د خوست دامنيت په  تامينولو کې  زيات مثبت رول لري  .
دکورنيو چارو  وزارت  سرپرست د خوست دخلکو له استازو سره په کتنه کې وويل : له نظام سره  د ډار اچونکو ډلو روانه  جګړه يوه  تبليغاتي جګړه  ده او دهيواد دسولې او ثبات دښمنان له  ډول ډول  وسايلو څخه په استفا دې سره دافغانستان ، نا امنه ښودلو په لټه کې دي چې په دې ډول له هيواد څخه د کادرونو او پانګي دوتلو زمينه برابره او خپلو ناوړو هدفونو ته ورسيږي .
ده  په هيواد کې د جمهوري رياست راتلونکو انتخاباتو او دامنيتي مسوليتونو دليږدونې د بهير عملي کيدو ته اشاره وکړه او وېي  ويل ،  چې په انتخاباتو کې دخلکو فعال  ګډون په هيواد کې د دوامدارې سولې او ثبات ضمانت کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته